ایکتانیوز د الدستور په حواله راپور راکړی، دا اجلاس د عربي هېوادونو د مشرانو او چارواکو په پراخ شتون او د عراقیانو د چمتووالي په مینځ کې په بغداد کې ترسره کېږي.
د سوریې رسمي خبري اژانس (سانا) اعلان کړی چې د سورئې د بهرنیو چارو وزیر، اسعد الشیباني، د خپل هېواد د پلاوي مشري کوي، دا په داسې حال کې ده چې د سوریې موقتي ولسمشر ، احمد الشرع،د عراق د دولت له لوري د رسمي بلنې ترلاسه کولو سره سره، په دغې ناستې کې له ګډونه ډډه کړې ده.
د عراق حکومت د دغې غونډې په جوړولو سره هڅه کړي خپل ډیپلوماټیک رول وښئي او خپل سیمهییز موقعیت پیاوړی کړي، په داسې حال کې چې دا هېواد له ګڼو سیاسي، امنیتي او اقتصادي ننګونو سره مخ دی.
د فلسطین د خودمختاره ادارې مشر،د محمود عباس پشمول ډير عرب پلاوي بغداد ته رسېدلي او د عراق د بهرنیو چارو وزیر، فؤاد حسین، په بغداد نړیوال هوايي ډګر کې د دغو چارواکو هرکلی وکړ.
ټاکل شوې چې د فلسطین مسئله او د غزې تحولات د دې اجلاس د پروګرامونو په سر کې وڅېړل شي. د فلسطین د خودمختاره ادارې لومړي وزیر، محمد مصطفی، په دې اړه وویل: دا اجلاس به د غزې تحولاتو په اړه بحث ته د پام وړ برخه مخصوصه کړي.
هغه ټینګار وکړ: د عربي مشرانو له لوري تمه کېدونکي پرېکړې، په تیره بیا د جګړې د پای ته رسولو او د خپلواک فلسطیني دولت د جوړولو په چټکولو کې، ټاکونکي وي.
د عربي هېوادونو د سرانو ترڅنګ، د سیمهییزو او نړیوالو او رګانونو یو شمېر مشران، په سر کې ئې دملګروملتو سرمنشي انتونیو ګوترش، د هسپانیې لومړي وزیر پدرو سانچز او نور نامتو نړیوال شخصیتونه په دې اجلاس کې ګډون لري.
د عراق د دولت ویاند باسم العوادي، اعلان کړی چې دا نوښتونه د عربي مشرانو د عادي غونډې پنځم اقتصادي او پراختیائي غونډه او د عراق، مصر او اردن ترمینځ د درې اړخیزې ملګرتیا د میکانیزم اجلاس ترمینځ، چې بیګا د اجلاس په څنډې کې ترسره شوی ، وېشل شوي دي.
https://iqna.ir/fa/news/4282871